کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د سړې هوا له امله تر سلو ډېر کسان مړه شوي دي

10 دلو 1401 ساعت 16:28

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې وویل چې په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې د سړې هوا له امله له سلو ډېر کسان مړه شوي او نږدې ۸۰ زره څاروي هم له منځه تللي دي.


آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه د دلوي ۱۰ مه خبر ورکړ چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند د ترکیې جمهوریت له سفیر جیهاد ایرګینای او په ترکیه کې د سرې میاشتې له استازي فرید احمد ضیا سره په کابل کې وکتل.
 
په دې کتنه کې ملا محمد عباس اخند په ژمي کې د افغانستان د خلکو د ستونزو او د يو شمېر هېوادوالو د مړينې په باب د خبرو تر څنګ د بدخشان د پاميرونو د ستونزو يادونه وکړه او ويې ويل چې خوراکي، غير خوراکي توکي لیږدول شوی او اوس د ډاکټرانو یوه ډله د آغاخان بنسټ په همکارۍ د تاجکستان له لارې د وضعیت د څیړلو لپاره سیمې ته استول شوې ده.
 
په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ژمنه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره به لا زیاتې هڅې وکړي.
 
په دې کتنه کې د ترکيې د سرې مياشتې استازي د دغې موسسې د دوامدارو مرستو يادونه وکړه او ويې ويل: د پکتیا د برمل او ګيان ولسواليو کې له زلزلې وروسته هره مياشت له زرو کورنيو سره په منظم ډول د خوراکي توکو مرستې شوي او له ٣٠ زرو نورو کورنيو سره سره د هېواد په نورو برخو کې هم مرسته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې تر دې مياشتې پورې به د دې ادارې له خوا د پکتيکا ولايت په دوو کليو کې د زلزله ځپلو لپاره د شاوخوا سل کورونو د جوړولو کار پيل شي او په پنځلسو ولايتونو کې به يوولس زره نورو کورنيو ته هم منظمې مرستې وشي.
 


د مطلب کود: 264632

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264632/په-هېواد-کې-د-سړې-هوا-له-امله-تر-سلو-ډېر-کسان-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com