افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نن دوشنبه (دلو ۱۰) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د دغه ولایت والي د یوې اداري غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز کې د "تورغر" په نوم د نوې ولسوالۍ د جوړېدو اعلان وکړ.
په دې اداري غونډه کې د اداري غړو د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار سوېل ختيځ ته په څلوېښت کيلومترۍ کې د "چهارباران" په نوم ولسوالۍ د دغه ولايت په اداري تشکيل کې شامله شوې وه.
د يادونې وړ ده، چې ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې يو له ګرمسېر ولايتونو څخه دى، چې ١٩ ولسوالۍ لري.