دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 264655
په بلخ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۲۲ تنه مړه او ټپیان شول
د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو چې په یوه مراسم کې راټول شوي وو.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري، افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار ۸:۳۰ بجې د چهارکوټ ولسوالۍ د قوریق په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ نارينه دي، خو په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
د وزيري په وينا، ټپيان د بلخ د حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د وروستيو اورښتونو له امله د دغه کور دېوالونه کمزوري شوي او د واورو د ورېدو له امله چت نړېدلی دی.
 
https://avapress.com/vdcdko0xkyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته