کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په پېښور ښار کې پر یوه جومات د پروني برید د وژل شویو شمېر ۸۳ تنو ته ورسېد

11 دلو 1401 ساعت 11:21

اې ایف پي خبري آژانس د پاکستاني روغتیايي چارواکو په حواله ویلي چې د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر یوه جومات د برید له امله د وژل شویو شمېر ۸۳ تنو ته رسېدلی او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: د اې ایف پي خبري آژانس د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په یوه جومات کې د پروني برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳ تنو ته رسېدلی دی.
 
په راپور کې ویل شوي، چې په دغه برید کې ۱۵۰ نور کسان ټپیان شوي او د دغه ترهګریز برید ډېری قربانیان او ټپیان پاکستاني پوځیان دي.
 
د ځايي پاکستاني سرچينو له مخې، ځانمرګی بريدګر د جومات د لمونځ کوونکو په دويم کتار کې و، چېرته چې ګڼ شمېر پوليس افسران او کارکوونکي لمونځ کوي.
 
د دې چاودنې شدت دومره زورور و چې د جومات د چت او دیوال یوه برخه ونړېده او یو شمېر لمونځ کوونکي تر خاورو لاندې شول.
 
په ورته وخت کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه د افغانستان په خاوره کې دي او دا بریدونه تل د افغانستان له خاورې پلان او تنظیم شوي دي، خو اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد پر ضد نه کارول کیږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د پېښور ښار په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د پروني بريد مسئوليت تحريک طالبان پاکستان يا "TTP" پر غاړه اخيستى دى.
 


د مطلب کود: 264657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264657/د-پاکستان-په-پېښور-ښار-کې-پر-یوه-جومات-پروني-برید-وژل-شویو-شمېر-۸۳-تنو-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com