دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 264660
د روان کال ژمي تر اوسه په بامیان کې شپږ کسان وژلي دي
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د روان کال د ژمي له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د یخنۍ له امله ۶ تنه مړه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د کلیو پراختیا رییس مولوي ضیاء الله خادم وايي، سږ کال د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د یخنۍ او ګاز نیوني له امله ۸ تنه مړه شوي دي.
 
د باميان د کليو پراختيا رييس وايي، د باميان په ولسواليو کې څه باندې ٦٨٠ څاروي لکه وزې، غواګانې او پسونه هم د يخنۍ له امله مړه شوي دي.
 
طبيعي افتونه او د غره ښوئيدنه هم د باميان ولايت د اوسېدونکو لپاره د مالي زيانونو د نورو عواملو په توګه ياديږي.
 
د باميان ولايت د کليو پراختيا رييس وايي، د دغه ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوه جومات يوه دروازه او د يوه دوکان لس دروازې هم ويجاړې شوې، چې له نېکه مرغه مرګ ژوبله يې نه درلوده.
 
بامیان د هېواد په کچه یو له سړو ولایتونو څخه دی چې اوسېدونکو یې سږ کال بې ساري ساړه تجربه کړي دي.
 
په دې وروستیو کې د یخنۍ له امله د خلکو د وژل کېدو راپور نه دی ورکړل شوی، خو سږ کال د بې وزلۍ له پراخېدو سره د دغه ولایت اوسېدونکو ته د سون توکو رسول له ستونزو سره مخ شوي دي.
 
د بامیان ولایت اوسېدونکي وايي، که نړیواله ټولنه پاملرنه ونه کړي، د دغه ولایت اوسېدونکي به له جدي ستونزو سره مخ شي.
 
په افغانستان کې سږ کال د سړې سختې څپې د هېواد خلکو ته د سر او مال ډېر زيانونه اړولي دي، د رسمي شمېرو له مخې په ټول هېواد کې د يخنۍ او ساه بندۍ له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه څاروي له منځه تللي دي.
 
https://avapress.com/vdcjmxe8yuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته