افغان غږ خبری آژانس: د ایران د بهرنۍ پانګونې د موسسې مشر ډاکټر علی فکری وویل: افغانستان په تیر یو نیم کال کښې په ایران کښې د بهرنۍ پانګونې له اړخه پنځم مقام خپل کړی دی.
ډاکټر فکري زیاته کړه: "موږ د ګډون او پانګونې لپاره د افغانستان لپاره د راستنېدو لومړني پلانونه تعریف کړي دي او دا مهال د ایران د صنعت او کانونو سکتور د ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د پانګوالو کوربه دی."
د ایران د بهرنۍ پانګونې د سازمان مشر له افغانستان سره د تصفیې او ګډو اقتصادي زونونو د جوړولو په اړه وویل: موږ د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره خبرې اترې کوو.
ده څرګنده کړه: هغه تشويقونه چې دبهرنيو پانګوالو لپاره دي چې پانګه اچوونکو ته له دريو څخه تر پنځو کلونو پورې د استوګنې اجازه ورکول کيږي.