دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 264686
افغان سوداګرو ته د څو ځلیز ورود ویزو د صادرولو لړۍ چټکه شوې ده
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې افغان سوداګرو ته د څو وارې د ننوتو ویزو ورکولو او ترلاسه کولو بهیر ګړندی شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر حسن کاظمی قمی، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو بهیر چټک کړی دی.
 
د دغه ډيپلومات په وينا، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په موخه شوې ده.
 
هغه افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو او یو کلن ویزو ورکولو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې دغه خدمتونه به په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت په پنځو نمایندګیو کې وړاندې شي.
 
https://avapress.com/vdch6kni-23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته