دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 264689
په کونړ کې ۱۳۷ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه شوې
د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت له مرورې ولسوالۍ څخه یې ۱۳۷ میله وسلې او ناچاوده توکي راټول کړي او د وسلو د ټولولو کمیسیون ته یې سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه چارواکي وايي، دغه وسلې په ناقانونه توګه د خلکو په کورونو کې ساتل کېدې، چې د دغه ولایت د وسلو د ټولولو د کمېسیون د مامورینو له خوا کشف او ضبط شوې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کنړ ولایت سیمه ییزو چارواکو له بېلابېلو ولسوالیو څخه د ۷۰۰ میله بېلا بېلو وسلو د کشف او ضبط اعلان وکړ.
 
په کونړ کې د سپکو او درنو وسلو نيول په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې يو شمېر کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي وو.
 
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي وايي، د جلال آباد ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې یې څلور تنه د غلا په تور نیولي او د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدیریت ته یې سپارلي دي.
 
کونړ د افغانستان په ختیځ کې موقعیت لري او د هېواد یو له هغو ناامنو ولایتونو څخه دی، چې د ځنګلونو او لوړو ونو په لرلو شهرت لري.
 
https://avapress.com/vdcaaynuo49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته