کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بریښنایی تذکرو کې نوي بدلونونه رامینځته شو

11 دلو 1401 ساعت 15:48

د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې اعلان کړی، چې له دې وروسته به په الکترونیکي تذکره کې د شخص د ولسوالۍ نوم او د تذکري د اعتبار نېټه درج کیږي.


آوا - کابل: نن سه شنبه (دلو ۱۱) د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسوالۍ د کره ادرس د معلومولو لپاره اړینه ده، چې د ولسوالۍ نوم هم شامل کړي او او د تذکري د اعتبار نېټه چې لس کاله انتخاب شوي هم درج کیږي.
 
د احصایې او اطلاعاتو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه اتباع اړ دي چې له هرو لسو کلونو وروسته خپل بایومتریک معلومات ثبت کړي او د خپلې خوښې سره سم د خپل زیږون د سند عکس هم بدلولی شي.
 
د الکترونیکي تذکري دریم بدلون د کورنیو چارو وزارت د نوم بدلول و احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ څو ورځې وړاندې بنده شوې وه او د احصايې او اطلاعاتو رياست وايي، چې دا کار د تخنيکي ستونزو له امله شوى دى.
 


د مطلب کود: 264693

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264693/په-بریښنایی-تذکرو-کې-نوي-بدلونونه-رامینځته-شو

آوا
  https://www.avapress.com