کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مرکزي بانک به سبا د افغانستان په بازارونو کې ۱۶ میلیونه ډالره لیلاموي

11 دلو 1401 ساعت 16:21

د افغانستان مرکزي بانک وايي چې د اسعارو د بازار د تنظیم له امله به سبا چهارشنه (دلو ۱۲) ډالره د لیلام له لارې (۱۶) میلیونه ډالره وپلورل شي.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک د سه شنبې په ورځ (دلو ۱۱) په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ (دلو ۱۲) به ۱۶ میلیونه ډالره لیلام کړی.
 
په اعلان کې، وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو خدماتو شرکتونو څخه غوښتل شوي چې پدې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
 
په اعلامیه کې راغلي چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته د نغدو پیسو تحویل کړي.
 
تر دې وړاندې هره اوونۍ د نړیوالې ټولنې له خوا د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې افغانستان ته استول کېږي.
 
دا ١٦ ميليونه ډالره په داسې حال کې ليلام کېږي، چې په تېرو څو ورځو کې په هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو بيه لوړه شوې ده.
 
په همدې حال کې د هېواد مرکزي بانک په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د بازار د تنظیم په موخه وخت په وخت ډالر لیلام کوي.
 


د مطلب کود: 264705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264705/مرکزي-بانک-سبا-د-افغانستان-په-بازارونو-کې-۱۶-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com