کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غور - کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

12 دلو 1401 ساعت 11:17

د فواید عامې وزارت اعلان وکړ، چې د غور - کابل لویه لار له شاوخوا یوې ورځې او شپې وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت نن چهارشنبه د دلو ۱۲ مه په ټویټر کې لیکلي چې د غور ولایت د فواید عامې ریاست منسوبینو د شپې له خوا د " بندبکک " سړک د ماشینونو په وسیله پاک کړی دی.
 
د غور- کابل لویه لار د دوشنبې په ورځ ناوخته د واورې ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
 
غور د هېواد یو له غرنیو او ستونزمنو ولایتونو څخه دی. هر کال د ژمي په موسم کې د غور ولایت زیاتره ترانسپورتي لارې د واورې د ورښت او د سړک د خرابوالي له امله د ترافیکو پرمخ تړل کیږي او مسافر له جدي ستونزو سره مخ کیږي.
 
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت له هیوادوالو غوښتي چې په سختو لارو د تګ راتګ پر مهال ترافیکي اصول مراعات کړي.
 
په همدې حال کې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان وو.
 


د مطلب کود: 264729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264729/د-غور-کابل-لویه-لار-ترافیکو-پر-مخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com