دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 264729
د غور - کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د فواید عامې وزارت اعلان وکړ، چې د غور - کابل لویه لار له شاوخوا یوې ورځې او شپې وروسته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت نن چهارشنبه د دلو ۱۲ مه په ټویټر کې لیکلي چې د غور ولایت د فواید عامې ریاست منسوبینو د شپې له خوا د " بندبکک " سړک د ماشینونو په وسیله پاک کړی دی.
 
د غور- کابل لویه لار د دوشنبې په ورځ ناوخته د واورې ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
 
غور د هېواد یو له غرنیو او ستونزمنو ولایتونو څخه دی. هر کال د ژمي په موسم کې د غور ولایت زیاتره ترانسپورتي لارې د واورې د ورښت او د سړک د خرابوالي له امله د ترافیکو پرمخ تړل کیږي او مسافر له جدي ستونزو سره مخ کیږي.
 
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت له هیوادوالو غوښتي چې په سختو لارو د تګ راتګ پر مهال ترافیکي اصول مراعات کړي.
 
په همدې حال کې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې شاوخوا ۲۰ ولایتونه د واورې د اورښت شاهدان وو.
 
https://avapress.com/vdcf0jd01w6dvea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته