کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ۱۲۰ افغانان له بنده خوشي کړل

12 دلو 1401 ساعت 11:31

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پرون د پاکستان د سند صوبې له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان اتباع خوشې شوي.


آوا - په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه شمیره پرون (سه شنبه، دلو ۱۱) خوشې شوي او په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې ۱۳۰ نور افغانان هم خوشې او افغانستان ته واستول شي.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، پاکستان دوه زره افغان اتباع نيولي او بنديان کړي دي.
 
تر دې وړاندې پاکستان په درې جلا جلا وختونو کې تر ۱۳۰۰ ډېر افغان بندیان چې د دغه هېواد په زندانونو کې وو، خوشې کړي او افغانستان ته یې لېږلي دي. په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
 


د مطلب کود: 264734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264734/پاکستان-۱۲۰-افغانان-له-بنده-خوشي-کړل

آوا
  https://www.avapress.com