دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 264734
پاکستان ۱۲۰ افغانان له بنده خوشي کړل
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پرون د پاکستان د سند صوبې له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغان اتباع خوشې شوي.
افغان غږ خبری آژانس - په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه شمیره پرون (سه شنبه، دلو ۱۱) خوشې شوي او په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې ۱۳۰ نور افغانان هم خوشې او افغانستان ته واستول شي.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، پاکستان دوه زره افغان اتباع نيولي او بنديان کړي دي.
 
تر دې وړاندې پاکستان په درې جلا جلا وختونو کې تر ۱۳۰۰ ډېر افغان بندیان چې د دغه هېواد په زندانونو کې وو، خوشې کړي او افغانستان ته یې لېږلي دي. په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
 
https://avapress.com/vdcbfab5arhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته