کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې درې تفریحي پارکونه رغول کیږي

12 دلو 1401 ساعت 11:43

د کابل ښاروالۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر له مرستیال سره په ګډه غونډه کې اعلان وکړ، چې په کابل کې به درې تاریخي تفریحي پارکونه بیا ورغوي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر وزیر مولوي عتیق الله عزیزي د دغه وزارت او کابل ښاروالۍ په ګډه غونډه کې د کلتوري میراثونو او تاریخي ابداتو پر ساتنې ټینګار وکړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې د بابر بڼ، د چهلستون مقبره او د تيمورشاه د باغ په ګډون د کابل ښار د يو شمېر مهمو تاريخي ځايونو د بيارغاونې په باب خبرې وشوې.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال په دې کتنه کې څرګنده کړه چې د کابل د کلتوري ميراثونو او تاريخي ابداتو د ساتنې په خاطر به د يو شمير تاريخي ځايونو د بيا رغولو کار په لاره واچول شي.
 
دغه راز په دې کتنه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رييس قاري ولي جواد ډاډ ورکړ چې د کلتوري ميراثونو او ځايونو ساتنه چې په کابل کې د اسلامي تمدن کيسه کوي، د کابل ښاروالۍ له لومړيتوبونو څخه دى.
 
هغه زیاته کړه، د کابل ښار کلتوري او تاریخي ارزښتونو ته په کتو، کابل ښاروالۍ د ښار د تاریخي او لرغونو ځایونو د بیارغونې په برخه کې همکارۍ ته چمتو ده او د پلازمېنې تاریخي باغونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
 


د مطلب کود: 264738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264738/په-کابل-کې-درې-تفریحي-پارکونه-رغول-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com