دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 264743
په بغلان کې د څه باندې ۷۴ زره دولتي ځمکۍ تثبیت شوي
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د دهنه غوري، دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ۷۴۷۳۸ جریبه دولتي ځمکۍ تثبیت شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان د کرنې ریاست د اطلاعاتو امر ولی امرخیل نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۲ مه، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې د دغو ځمکو ملکیت د دولتی ځمکو د استخراج کمیسیون لخوا تایید شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه ځمکې له کلونو راهيسې د خلکو له خوا غصب شوې او پر سر يې د استوګنې کورونه، فارمونه، بټي او د چرګانو فارمونه جوړ شوي دي.
 
امرخېل زياته کړه، چې ٢٩ زره ٣٠٠ جريبه ځمکه د انبار کوه په سيمه کې او ٢٣ زره ٣٠٠ جريبه د دوشي ولسوالۍ په کلګي سيمه کې، ٢٠ زره ٦١٨ جريبه د دهنه غوري ولسوالۍ په لرخوبي سيمه کې، ٧٧٠ جريبه د سررازي فارم په سيمه کې دي.
 
د بغلان د کرنې ریاست د ویاند د معلوماتو له مخې، په نږدې راتلونکي کې به د غاصبینو څخه غصب شوې ځمکې بېرته ونیول شي.
 
په همدې حال کې اسلامي امارت له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د هیواد په زیاترو ولایتونو کې د دولتي ځمکو د تثبیت لړۍ پیل کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcbaab5frhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته