کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزیر د IRC موسسی د آسیا له مرستیال سره په لیدنه کې:

خلکو ته د مرستو په ویش کې باید دیني مسایلو ته درناوی وشي

12 دلو 1401 ساعت 12:32

د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د IRC موسسې د اسیا له مرستیال عدنان جنید سره په کتنه کې وویل چې په سروې او اړو کسانو د مرستو په ویش کې باید د خلکو دیني مسایل او دودونو ته درناوی وشي.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې نن چهارشنبه (دلو ۱۲) د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د IRC موسسی د اسیا له مرستیال عدنان جنید سره وکتل.
 
حقاني په دې کتنه کې وويل چې له اړمنو خلکو سره د بهرنيو بنسټونو مرستې بايد له سياسي مسايلو سره تړاو ونه لري.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر له دغه بنسټ څخه وغوښتل چې د دوی مرستې دې د کډوالو او راستنیدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ ترسره شي.
 
د IRC مرستیال ټینګار وکړ چې دوی له اړو کورنیو سره مرستې ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې لا زیاتو اړو خلکو سره مرسته وکړي.
 
په همدې حال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د IRC موسسی له اړو کسانو سره د مرستې په برخه کې زیاتې هڅې کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له يو شمېر مرستندويه ادارو سره کتلي او د افغانستان له خلکو سره يې د مرستو پر مسايلو خبرې کړې دي.
 


د مطلب کود: 264744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264744/خلکو-ته-د-مرستو-په-ویش-کې-باید-دیني-مسایلو-درناوی-وشي

آوا
  https://www.avapress.com