کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اروپايي ټولنې پلاوي له افغانستان څخه د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه

12 دلو 1401 ساعت 15:40

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت سرپرست د رئیس الوزرا د دفتر له رئیس سره په کتنه کې په دغه هېواد کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په افغانستان کې د اقتصادي، امنیتي ترڅنګ ښه پرمختګونه شوي دي لکه د فساد له منځه وړل او په نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولول چې دا د ستاینې وړ ده او موږ غواړو چې شته نړیوال بندیزونه کم او لرې کړو.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دفتر تیره شپه (سه شنبه، دلو ۱۱) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د رئیس الوزرا د دفتر عمومي رئیس ملا عبدالواسع په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشرې آغلې رافایلا لودیس او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
 
د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر په افغانستان کې د امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې اوس په افغانستان کې د اقتصادي، امنیتي، د فساد د له منځه وړلو او د نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو ترڅنګ ښه پرمختګونه شوي، چې د ستاینې وړ دي او غواړو شته بندیزونه کم او لیرې کړو.
 
نوموړي دغه راز د اروپايي ټولنې د يوه غړي له خوا د قران کريم سوځول هم وغندل او ويې ويل چې د دې پېښې عاملين بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.
 
لوديس وويل، اروپايي ټولنه چې په ٢٧ هېوادونو کې نمايندګي لري، افغان ولس يوازې نه دى پرېښي او د هغوى تر څنګ ولاړ دى او د هغوى کلتور او دود ته په درناوي سره به د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.
 
لودیس زیاته کړه، د اسلامي امارت په چوکاټ کې باید ښځو ته د کار او زده کړې زمینه برابره شي، ځکه د ښځو د کار مخنیوي موږ له یو شمېر جدي ستونزو سره مخ کړي دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسؤلینو توجه غواړو.
 
له بلې خوا د اجرائيه ریاست د دفتر رئیس ملا عبدالواسع وویل: اسلامي امارت له هرې هغې ادارې سره چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي او پرمختګ لپاره خدمات وړاندې کوي، د هر ډول اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري کوي.
 
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې امنیت تامین شوی او له افغانانو سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره زمینه برابره شوې ده. د سپېڅلي شريعت له اصولو سره سم موږ د تعليم مخالف نه يو، ځکه د اسلامي امارت اکثريت چارواکي هغه کسان دي، چې د خپل ژوند ډېره برخه يې تعليم ته وقف کړې ده.
 
داسلامي امارت دصدراعظم د دفتر عمومي رئيس دې ته په اشارې سره چې د تير حکومت په تيرو شلو کلونو کې ډيرې ستونزې پاتې دي وويل د نورو فعاليتونو تر څنګ مو د اداري فساد د له منځه وړلو په برخه کې هم په ګوته کړي دي.
 


د مطلب کود: 264766

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264766/د-اروپايي-ټولنې-پلاوي-له-افغانستان-څخه-بندیزونو-لیرې-کولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com