دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 264770
کارپوهان: اسلامي امارت په حکومتولۍ کې بریالی دی
سیاسي کارپوهان وايي چې اسلامي امارت د وړاندوینو برعکس د حکومتدارۍ په برخه کې بریالی دی، ځکه په دې توانیدلی چې په لنډ ممکن وخت کې په ټول افغانستان کې د ناامنیو، اداري فساد، د مخدره موادو د کښت او د فقر د زیاتوالي مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی په کابل کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، نړۍ باید د افغانستان پر خلکو له مبالغه کولو ډډه وکړی.
 
ښاغلي حقاني زیاته کړه، اسلامي امارت د پام وړ پرمختګ کړی، خو نړۍ لا هم له اسلامي امارت سره د تماس لپاره بهانې لټوي، عمومي عفوه، د ملي امنیت تامین او د نشه يي توکو د کرکیلې بشپړ ممانعت د نړۍ له خوا ستایل شوی نه دی.
 
د سیاسي چارو کارپوه عبدالشکور سالنګي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت د تمې برعکس په حکومتدارۍ کې بریالی دی، ځکه یې په افغانستان کې د ناامنیو، اداري فساد او د نشه یي توکو د کښت مخه په بشپړه توګه نیولې ده.
 
هغه ټینګار وکړ: اسلامی امارت د نورو دولتونو په پرتله چې په افغانستان کې یې واک درلود، د مالیاتو په راټولولو کې بریالی دی، نو له همدې امله توانېدلی چې د دولتی کارکوونکو معاشونه له کورنیو عوایدو تادیه کړی.
 
سالنګي يادونه وکړه: د ملګرو ملتونو د استازو د څرګندونو له مخې چې افغانستان ته يې سفر کړى، د اسلامي امارت مشرانو د خپل حکومت په رسميت پېژندلو ټول شرطونه پوره کړي، خو يوازينۍ خبره د ښځو ښوونيزو مرکزونو پرانيستل او د کار پيل دى.
 
هغه زیاته کړه، د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه باید ګاونډیان د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د اسلامی امارت په رسمیت پېژندلو کې جدی اقدام وکړی او د ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو هېوادونو ته انتظار ونه باسی.
 
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد رامین احمدزي هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د قوانینو له مخې د اسلامي امارت مشران د خپل حکومت په رسمیت پېژندلو ته شرایط برابروي. ملګري ملتونه دې نور د افغانانو له برخلیک سره لوبې نه کوي، اسلامي امارت دې په رسمیت وپيژني.
 
د احمدزي په وینا، د ملګرو ملتونو له خوا د اسلامي امارت نه په رسمیت پېژندلو د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پرې کړې او زموږ د خلکو پر اقتصادي وضعیت یې منفي اغېز کړی دی.
 
هغه زیاته کړه، غربي هېوادونه په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې غوښتنې نه شي پوره کولای، نو باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، ترڅو زموږ په هېواد کې د بشري ناورین مخه ونیول شي، که نه نو د افغانستان په تاریخ کې د فشار سیاست کار نه دی کړی.
 
په ورته وخت کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګریفیتس سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت ټولې هغه ستونزې هوارې کړي، چې نړیواله ټولنه یې د هېواد د وضعیت د ښه کېدو په اړه یې اندېښمن کړی و او د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د یوه خودکفا او هوسا افغانستان په جوړولو کې رغنده رول ولوبوي.
 
https://avapress.com/vdcbzab5grhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته