دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 264772
متقي: نړۍ باید د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو باندي سترګې پټې نه کړي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د «نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستریز مرکز» د پرانستې په مراسمو کې وویل: له نشه یي توکو سره د مبارزې او د اداري فساد په له منځه وړلو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې بې ساري دي، او نړۍ باید پر دي پرمختګونو باندي سترګې پټې نه کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د آغوش په نوم د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستریز مرکز د پرانېستې مراسم نن چهارشنبه د دلو ۱۲ مه د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شول.
 
په همدې حال کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي په دې کتنه کې وويل: د پاکستان دپيښور ښار په جومات کې د وروستۍ چاودنې پړه بايد افغانستان ونه بلل شي.
 
متقي زياته کړه، پاکستان دې د چاودنې په اړه پوره څېړنه وکړي او پړه دې پر افغانستان نه اچوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار وکړ چې افغانستان له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ ښو اړیکو ته ژمن دی.
 
هغه زیاته کړه، د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان له خاورې څخه هېڅ خطر نشته او موږ هغه اوازې ردوو چې ګواکې د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګري ګواښ دی.
 
متقي زياته کړه: په افغانستان کې د امنيت ټينګښت او له نورو ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې په افغانستان کې د تروريزم د نه شتون غوره ثبوت دى.
 
امیرخان متقی په دې مراسمو کښې وویل: له نشه ایزو موادو سره د مبارزې او د اداری فساد په له منځه وړلو کښې د اسلامی امارت لاسته راوړنې بې سارې دي او نړۍ باید پر دغو مختګونو سترګې پټې نه کړي.
 
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په دې غونډه کې وویل چې نړیواله ټولنه باید په محدودیتونو سره د خلکو غم ونه خوري او بشريت ته په درناوي له افغانستان سره مالي ملاتړ وکړي.
 
سراج الدین حقاني زیاته کړه چې نړۍ باید د افغانستان د خلکو له مبالغې لاس واخلي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وویل، اسلامي امارت د پام وړ پرمختګ کړی، خو نړۍ اوس هم له اسلامي امارت سره د اړیکو لپاره بهانې لټوي.
 
د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه، چې د عمومي عفوې، د ملي امنیت تامین او د نشه یي توکو د کښت بشپړ منع کول د نړۍ له خوا نه دي ستایل شوي.
 
https://avapress.com/vdcd5o0xxyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته