دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 264788
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستیال:

د روږدو کسانو لوړه شمیره د اشغالګرو د شل کلن شتون پایله ده

د روږدو کسانو لوړه شمیره د اشغالګرو د شل کلن شتون پایله ده
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د پنځه زره بستریز مرکز د پرانستې په مراسمو کې وویل: په نشه يي توکو د روږدو کسانو د زیات شمیر زیاتوالی د اشغالګرو د شتون پایله ده. په افغانستان کې له تېرو شلو کلونو راهيسې او په تېرو حکومتونو کې په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله روانه وه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د آغوش په نوم د روږدو کسانو د درملنې پنځه زره بستریز مرکز د پرانېستې مراسم پرون چهارشنبه د دلو ۱۲ مه د کورنیو چارو وزارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون، په کابل کې د اسلامي امارت، د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د استازو او د ترکیې، پاکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادونو د سفارتونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.
 
په دې مراسمو کې داسلامي امارت د رئیس الوزرا اداری مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالى په افغانستان کې دتيرو دولسو کلونو دجګړو او په تيرو حکومتونو کې داشغالګرو د شتون نتيجه ده.
 
دبهرنيو چارو وزارت اداري مرستيال ددغه مرکز جوړول يو بې سارى او ښه اقدام وباله او په دې برخه کې يې له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه .
 
په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره د دغه پنځه زره بستريز مرکز پر جوړېدو ۷۵ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د دولت له بوديجې ورکول کېږي.
 
د چارواکو په وينا، د دغه مرکز اصلي موخه د روږدو کسانو راټولول، د هغوى درملنه، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د مړينې کچه راټيټول او روږدو کسانو ته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ورکول دي.
 
د رئیس الوزرا اداری مرستیال ملا عبدالحق د دغه مرکز د پرانېستې پر مهال وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د څه باندې ۷۵ زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه په نشه يي توکو څه باندې ١٦زره روږدي کسان راټول شوي، چې پنځه زره يې په کابل ولايت کې دي.
 
دده په وینا؛ په تېر کال کې د نشه يي توکو ۴۵۰۰ قاچاق وړونکي او پلورونکي نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaaynua49ni01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته