کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات خبريالانو له سيمه ييزو چارواکو څخه په دغه ولايت کې معلوماتو ته پر وخت د لاسرسي غوښتنه وکړه

13 دلو 1401 ساعت 9:51

د هرات ولایت خبریالان د افواهاتو د خپریدو د مخنیوي لپاره پر وخت اطلاعاتو ته لاس رسی اړین ګڼي او له سیمه ییزو حکومتونو څخه غواړي چې دوی ته په وخت دقیق او معتبر معلومات ورکړي.


آوا - هرات: د هرات يو خبريال محسن کريمي وايي، چې په هرات ولايت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله ښه ده او مسئولين خبريالانو ته د اړتيا وړ معلومات ورکوي.
 
هغه زياته کړه: د خلکو له خوا د ټولنيزو شبکو د پراخې کارونې او په ټولنيزو شبکو کې د افواهاتو د خپرېدو د مخنيوي لپاره، غوره ده چې چارواکي د خبريالانو له لارې اړين، دقیق  او پر وخت معلومات په ورکولو کې زياته همکاري وکړي.
 
همدارنګه په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نعیم الحق حقاني وايي، چې د اسلامي امارت مشرتابه تل ټینګار کړی، چې خلکو ته باید معتبر او سم خبرونه ورکړل شي.
 
هغه زياته کړه: "حقيقت د ملت او دولت ترمنځ باور او اعتبار رامنځته کوي، نو د هېواد د ابادۍ او ازادۍ د دښمنانو او مخالفينو له خوا د افواهاتو د خپرولو مخه بايد ونيول شي."
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس له خلکو وغوښتل چې له باوري سرچينو څخه خپاره شوي خبرونه ومني او افواهاتو ته دې پام ونه کړي.
 
هغه له ځوانانو، متنفذینو او رسنیو څخه هم وغوښتل چې د باور وړ کسانو څخه د جعلي خبرونو په پیژندلو کې د پوهاوي کچه لوړه کړي.
 
له بلې خوا په هرات کې د رسنیو د چارو کارپوه نعمت الله سروري وايي: داسې کسان شته چې غواړي د شخصي ګټو او شهرت لپاره د دروغو، افواهاتو په خپرولو او د تبلیغاتو په پیلولو سره د خلکو ذهنونه ناآرامه کوي.
 
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې ملي رسنۍ بايد ډېر سيمينارونه، ګردي مېزونه او کنفرانسونه په لاره واچوي، څو خلک د حق او باطل له حقيقت سره توپير وکړي.
 
ویل کیږي چې وخت په وخت په مجازي فضا کې بې اعتباره خبرونه خپریږي چې د خلکو په ذهن مغشوش او په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي.
 


د مطلب کود: 264790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264790/د-هرات-خبريالانو-له-سيمه-ييزو-چارواکو-څخه-په-دغه-ولايت-کې-معلوماتو-ته-پر-وخت-لاسرسي-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com