کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د واورې او باران امکان

13 دلو 1401 ساعت 10:09

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن، پنجشنبه او سبا جمعه (دلو ۱۳ او ۱۴) په بدخشان، میدان وردک، بامیان، دایکنډي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د باران او واورو د ورېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
 
په خپور شوي اعلاميه کې ويل شوي چې په بيلا بيلو ځايونو کې به د باران اندازه د پنځو نه تر ٣٠ ملي متره او د واورو اندازه به د ١٠ نه تر ٣٠ سانتي مترو پورې وي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ورځو کې د واورې ورښت د هېواد يو شمېر ترانسپورتي لارې تړلې وې.
 


د مطلب کود: 264795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264795/د-هېواد-په-۱۲-ولایتونو-کې-واورې-او-باران-امکان

آوا
  https://www.avapress.com