کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امريکا او جنوبي کوريا هوايي پوځي تمرينونه پيل شول

13 دلو 1401 ساعت 11:12

د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د پراخو پوځي تمریناتو د پیلیدو سره د پیونګ یانګ حکومت هم خبرداری ورکړی چې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به له سخت غبرګون سره مخ شي.


آوا: د سویلي کوریا پوځ نن پنجشنبه (دلو ۱۳) د دغه هېواد د هوايي ځواک او د امریکا د پوځ ترمنځ د ګډو پوځي تمرینونو د پیل اعلان وکړ.
 
په دغه بیانیه کښې ویل شوی دی چې دغه تمرینات د امریکې او جنوبی کوریا د پوځونو ترمینځ د تعامل د ظرفیت د لوړولو په هدف ترسره شوی او د شمالی کوریا له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دواړو هیوادونو د اتحاد د ظرفیت ښودنه کوی .
 
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دې تمریناتو کې د B-1 بمبار، F-22 او F-35 جنګي الوتکو په ګډون د دواړو هېوادونو پوځي جنګي الوتکې برخه اخلي.
 
په ورته وخت کې شمالي کوریا هم د دغه تمرین په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا هر ډول پوځي اقدام به د پیونګ یانګ له سخت غبرګون سره مخ شي.
 
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې څرګنده کړه: "تر هغه چې امریکا خپل دښمنانه سیاست ته دوام ورکړي، شمالي کوریا به له دوی سره تماس یا خبرو ته چمتو نه وي."
 
د «یونهاپ» خبري اژانس د راپور له مخې، شمالي کوریا هم ګواښ کړی چې د امریکا د راتلونکو پوځي اقداماتو مقابله به د «اټومي وسلو پر ضد د اټومي وسلو او د هر اړخیزې جګړې پر ضد د هر اړخیزې جګړې» پر اصولو ولاړه وي.
 
په بیان کې دا هم ویل شوي: "که امریکا د کوریا ټاپو وزمې او شاوخوا سیمو ته د ستراتیژیکو پوځي تجهیزاتو واردولو ته دوام ورکړي، شمالي کوریا به هم له ځنډ پرته خپل دفاعي فعالیتونه نور هم روښانه کړي."
 
تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین سیول ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې واشنګټن به د کوریا په ټاپو وزمه کې د پرمختللو وسلو لکه جنګیالیو او بم غورځوونکو الوتکو ځای پرځای کول زیات کړي.
 


د مطلب کود: 264802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264802/د-امريکا-او-جنوبي-کوريا-هوايي-پوځي-تمرينونه-پيل-شول

آوا
  https://www.avapress.com