کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بلجیم هیڅ پلان نه لري چې اوکراین ته F-16 جنګي الوتکې واستوي

13 دلو 1401 ساعت 11:48

اوکراین ته د درنو وسلو د لېږلو په اړه په لوېدیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته بلجیم هم له امریکا وروسته کییف ته د F-16 جنګي الوتکو له لېږلو ډډه وکړه.


آوا: د بلجیم دفاع وزیر لودوین ډوډیندر د چهارشنبه په شپه له RTBF سره په مرکه کې وویل: زموږ F-16 جنګي الوتکې زموږ د ځمکې او د بنلوکس سیمې او په هوایي دفاعي ماموریتونو کې کارول کیږی.
 
هغه زیاته کړه: بلجیم دا مهال په دې اړه څېړنه نه کوي.
 
د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کرو د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، بروکسل به اوکراین ته خپله تر ټولو ستره پوځي مرسته ورسوي، چې ټول لګښت یې ۹۲ میلیونه یورو دی.
 
په دې مرستو کې د الوتکو ضد توغندي، د ټانک ضد وسلې، لاسي بمونه، ماشینګڼې، ټوپکونه او مهمات او همدارنګه سپکې وسلې شاملې دي.
 
ډی کرو وویل: د دې جګړې له پیل راهیسې، د اوکراین د ملاتړ لپاره ډیری هڅې شوي او په ټولیز ډول بروکسل د کییف سره د ۱۴۶ میلیون یورو نظامي مرسته کړې او نن پریکړه وشوه چې د دفاعي مرستو یوه نوې بسته آماده کړي چې د ۹۲ ميليونه يورو په ارزښت دي دغه هېواد ته واستوي.
 
بلجیم په پام کې لري چې له دغو وسلو څخه ځینې یې له خپلو زیرمو څخه انتقال کړي او پاتې نور به یې له تولیدونکو څخه په مستقیم ډول اوکراین ته انتقال کړي، سربیره پردې، د بلجیم د دفاع وزارت به د اوکراین پوځ ته د سونګ موادو او روزنې زمینه برابره کړي.
 


د مطلب کود: 264804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264804/بلجیم-هیڅ-پلان-نه-لري-چې-اوکراین-ته-f-16-جنګي-الوتکې-واستوي

آوا
  https://www.avapress.com