کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اقتصادي کمیسیون د دولتي شرکتونو جوړښت څیړي

13 دلو 1401 ساعت 12:20

د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د دولتي شرکتونو جوړښت او د کانونو داوطلبۍ او د بندونو د جوړولو چارې څېړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون پریکړه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د چاه اب ولسوالۍ د سمتي په سیمه کې د سرو زرو کان د استخراج چارې داوطلبۍ وسپاري.
 
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ارغستان بند د جوړولو قرارداد چې د ملي تدارکاتو او سروې د چارو د کمیسیون له لارې له یوه هندي شرکت سره شوی و، د وړیا داوطلبۍ له لارې یې ډیزاین او جوړ کړي.
 
په دې غونډه کې د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال، د مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد وزارتونو او د چارو د ادارې د عمومي ریاست د استازو په ګډون ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې ټولې پرېکړې له سره وڅېړي.
 
ياده شوې کمېټه به د عامه شرکتونو قانون، جوړښت، مديريت، نظارت او نور اړوند اړخونه څاري او روښانه کوي چې د دولتي شرکتونو اوسنی جوړښت اغېزمن دی که نه. همدارنګه، دا کمیټه باید هر اړخیز پلان ترتیب او اقتصادي کمیسیون ته یې وسپاري.
 


د مطلب کود: 264807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264807/اقتصادي-کمیسیون-د-دولتي-شرکتونو-جوړښت-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com