دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 264807
اقتصادي کمیسیون د دولتي شرکتونو جوړښت څیړي
د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د دولتي شرکتونو جوړښت او د کانونو داوطلبۍ او د بندونو د جوړولو چارې څېړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون پریکړه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د چاه اب ولسوالۍ د سمتي په سیمه کې د سرو زرو کان د استخراج چارې داوطلبۍ وسپاري.
 
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ارغستان بند د جوړولو قرارداد چې د ملي تدارکاتو او سروې د چارو د کمیسیون له لارې له یوه هندي شرکت سره شوی و، د وړیا داوطلبۍ له لارې یې ډیزاین او جوړ کړي.
 
په دې غونډه کې د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال، د مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، اقتصاد وزارتونو او د چارو د ادارې د عمومي ریاست د استازو په ګډون ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې ټولې پرېکړې له سره وڅېړي.
 
ياده شوې کمېټه به د عامه شرکتونو قانون، جوړښت، مديريت، نظارت او نور اړوند اړخونه څاري او روښانه کوي چې د دولتي شرکتونو اوسنی جوړښت اغېزمن دی که نه. همدارنګه، دا کمیټه باید هر اړخیز پلان ترتیب او اقتصادي کمیسیون ته یې وسپاري.
 
https://avapress.com/vdccx0qim2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته