دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 264820
د ترافیکي څراغونو په نصبولو سره په کندهار کې ښاري نظم ښه شوی دی
د کندهار ښاريان د ترافيکي نظم له رامنځته کيدو او د دغه ولايت د ترافيکو رياست له خدمتونو څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د ترافيکي څراغونو په نصبولو سره ښاري نظم زيات شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار د ترافيکو رئيس مولوي بشير د افغان غږ خبری آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل چې د ترافيکي څراغونو په نصبولو سره ګڼه ګوڼه او ترافيکي پېښې کم شوې دي.
 
هغه زياته کړه، د کندهار ښار د لا نظم په موخه د دغه ولايت د ترافيکو رياست د ورځنيو ترافيکو ټيمونو تر څنګ د شپې ترافيکي ټيمونه هم جوړ کړي، چې د ده په وينا، له دې ولایت پرته د هېواد په نورو ولايتونو کې د شپې ترافيکي ټيمونه نشته.
 
نوموړي د ښاریانو د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو په اړه وویل: د جمهوري ریاست په دوره کې هغه کسان چې ترافیکي قوانین یې نه مراعات کول نغدي جریمه کېده، خو د اسلامي امارت په جوړیدو سره دغه قانون لغوه شو او اوس به دغه کسان د دريو ورځو څخه تر یوي اونۍ بند محکوم شي او موټر به يې د دغه ولايت د ترافيکو رياست به ضبط کړي.
 
ښاغلي بشير د کندهار له ښاريانو هم وغوښتل، چي د ښاري نظم په ساتلو او په ښار کي د ترافيکي پيښو او ګڼه ګوڼي په مخنيوي کي د قوانينو په رعايتولو سره د دغه ولايت د ترافيکو مديريت سره همکاري وکړي.
 
په همدې حال کې د کندهار اوسېدونکی نوید احمد افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د ترافیکي څراغونو له نصبولو مخکې په ښار کې ګڼه ګوڼه وه، خو له هغه راهیسې چې د دغه ولایت ترافیکي څراغونه په ښار کې نصب شوي، نظم او ګڼه ګوڼه کم شوې ده.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکي سلطان محمد هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل: ترافيکي څراغونه د ښاري نظم لپاره ډېر اړين دي او ټول ښاريان بايد ترافيکي اصول مراعت کړي. ځکه چې د دغو قوانینو په پام کې نیولو سره کیدای شي د دوی ژوند او د هیوادوالو ژوند له خطر سره مخامخ شي.
 
هغه زياته کړه، د ترافيکي قوانينو د نه مراعاتېدو لامل د موټر چلولو له اصولو نه ناخبري ده او د ترافيکو مديريت بايد د ښاريانو د پوهاوي په برخه کې لا زياتې هڅې وکړي.
 
https://avapress.com/vdchikniv23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته