کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ترهګري سره د پاکستان مبارزه؛ شريف: موږ به يې له خپلې خاورې وباسو

13 دلو 1401 ساعت 14:14

په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتیدو وروسته د دغه هیواد لومړي وزیر د یو ټویټ په خپرولو سره د پاکستان له خاورې څخه د هغوی د ایستلو ژمنه وکړه.


آوا: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه، دلو ۲) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د خپلو خلکو په ملاتړ به ترهګر وځپي او له خپلې خاورې به یې وباسي."
 
شریف په پېښور کې د خونړي ځانمرګي برید په تړاو له پاکستان سره د هېوادونو له خواخوږۍ هم مننه وکړه.
 
د پاکستان د پېښور ښار د پوليسو په يوه جومات کې درې ورځې وړاندې په يوه ځانمرګي بريد کې شاوخوا سل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
 


د مطلب کود: 264823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264823/د-ترهګري-سره-پاکستان-مبارزه-شريف-موږ-يې-له-خپلې-خاورې-وباسو

آوا
  https://www.avapress.com