افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه، دلو ۲) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د خپلو خلکو په ملاتړ به ترهګر وځپي او له خپلې خاورې به یې وباسي."
شریف په پېښور کې د خونړي ځانمرګي برید په تړاو له پاکستان سره د هېوادونو له خواخوږۍ هم مننه وکړه.
د پاکستان د پېښور ښار د پوليسو په يوه جومات کې درې ورځې وړاندې په يوه ځانمرګي بريد کې شاوخوا سل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.