کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مصر کې اورلګېدنې ۳ تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي

13 دلو 1401 ساعت 15:30

د مصر په یوه روغتون کې له سختې اورلګېدنې وروسته یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.


آوا: د مصر د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ (دلو ۱۲) اعلان وکړ چې د قاهرې په ولایت کې د یوه روغتون د رادیولوژي په څانګه کې د اور لګیدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
 
د مصر د عامې روغتیا وزارت ویاند حسام عبدالغفار ویلي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
 
د راپورونو له مخې د اور وژنې ۵ موټر د اور د کنټرول لپاره د پېښې سیمې ته استول شوي دي.
 
د اور لګېدنې لامل لا هم معلوم نه دی.
 


د مطلب کود: 264833

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264833/په-مصر-کې-اورلګېدنې-۳-تنه-وژلي-او-۳۲-نور-یې-ټپیان-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com