دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 264833
په مصر کې اورلګېدنې ۳ تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي
د مصر په یوه روغتون کې له سختې اورلګېدنې وروسته یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د مصر د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ (دلو ۱۲) اعلان وکړ چې د قاهرې په ولایت کې د یوه روغتون د رادیولوژي په څانګه کې د اور لګیدو له امله درې تنه مړه شوي دي.
 
د مصر د عامې روغتیا وزارت ویاند حسام عبدالغفار ویلي، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
 
د راپورونو له مخې د اور وژنې ۵ موټر د اور د کنټرول لپاره د پېښې سیمې ته استول شوي دي.
 
د اور لګېدنې لامل لا هم معلوم نه دی.
 
https://avapress.com/vdcbfab5frhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته