کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په تړانګه کې برید کړي

14 دلو 1401 ساعت 11:40

فلسطیني رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې تړانګې پر مرکز برید کړی دی.


آوا: د فلسطین «شهاب» خبری آژانس پرون سهار (پنجشنبه، دلو ۱۳) خبر ورکړ چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په ختیځ ولایت الوسطي باندې برید وکړ.
 
د دغه رپوټ له مخې په دغه برید کښې د الوسطی ولایت په ختیځ کښې یوه زراعتی سیمه په نښه شوي.
 
شهاب خبر ورکړی چې صهیونیسټي جنګیالیو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله.
 
د دغه رپوټ له مخې د مقاومت ځواکونو هم د صهیونیسټانو له حملې سره د مقابلې لپاره له مخالفو الوتکو استفاده وکړه.
 
صهیونیسټ رژیم ادعا کړې ده چې دغه حمله یې د غزې له تړانګې څخه د دغې تړانګې په مربوطاتو باندې د توغندیو د ویشتلو په غبرګون کښې کړې ده.
 
د چهار شنبې په شپه د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې پر ګاونډیو ښارونو د توغول شوي توغندي د شنډولو خبر ورکوي.
 
د صهیونیسټي پوځ په لنډه بیانیه کښې راغلي دي چې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو په لور یو توغندی وتوغول شوي.
 
تر دې مخکې د غزې تړانګې ته څېرمه په "سدیروت" او مېشت ځایونو کې د خطر غږونه اورېدل کېدل.
 
د غزی اوسیدونکو هم په ټولنیزو شبکو کې اعلان وکړ چې د دې الارم له اوریدو وروسته یې د څو چاودنو غږونه اوریدلي دي.


د مطلب کود: 264845

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264845/د-اسرائیلو-جنګي-الوتکو-غزې-په-تړانګه-کې-برید-کړي

آوا
  https://www.avapress.com