دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 264845
د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې په تړانګه کې برید کړي
فلسطیني رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې اسرائیلي جنګي الوتکو د غزې تړانګې پر مرکز برید کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین «شهاب» خبری آژانس پرون سهار (پنجشنبه، دلو ۱۳) خبر ورکړ چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په ختیځ ولایت الوسطي باندې برید وکړ.
 
د دغه رپوټ له مخې په دغه برید کښې د الوسطی ولایت په ختیځ کښې یوه زراعتی سیمه په نښه شوي.
 
شهاب خبر ورکړی چې صهیونیسټي جنګیالیو د مقاومت د ځواکونو یوه سیمه په پنځو توغندیو وویشتله.
 
د دغه رپوټ له مخې د مقاومت ځواکونو هم د صهیونیسټانو له حملې سره د مقابلې لپاره له مخالفو الوتکو استفاده وکړه.
 
صهیونیسټ رژیم ادعا کړې ده چې دغه حمله یې د غزې له تړانګې څخه د دغې تړانګې په مربوطاتو باندې د توغندیو د ویشتلو په غبرګون کښې کړې ده.
 
د چهار شنبې په شپه د اسراییلو پوځ اعلان وکړ چې د غزې پر ګاونډیو ښارونو د توغول شوي توغندي د شنډولو خبر ورکوي.
 
د صهیونیسټي پوځ په لنډه بیانیه کښې راغلي دي چې د غزې له تړانګې څخه د اسرائیلو په لور یو توغندی وتوغول شوي.
 
تر دې مخکې د غزې تړانګې ته څېرمه په "سدیروت" او مېشت ځایونو کې د خطر غږونه اورېدل کېدل.
 
د غزی اوسیدونکو هم په ټولنیزو شبکو کې اعلان وکړ چې د دې الارم له اوریدو وروسته یې د څو چاودنو غږونه اوریدلي دي.
https://avapress.com/vdceee8wnjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته