کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او افغانستان د امنیتي اړیکو په پراختیا او د مخدره موادو له قاچاق سره پر مبارزې ټینګار وشو

14 دلو 1401 ساعت 11:45

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي اړيکو دپراختيا او له نشه يي توکو سره دمبارزې په باب خبرې وکړې .


آوا: پرون (پنجشنبه، دلو ۱۳) د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو پولو د امنيت په برخو کې د همکاريو، له تروريزم سره د هدفي مبارزې او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې په ګډون د متقابلو امنيتي اړيکو په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وکړه.


د مطلب کود: 264846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264846/د-ایران-او-افغانستان-امنیتي-اړیکو-په-پراختیا-مخدره-موادو-له-قاچاق-سره-پر-مبارزې-ټینګار-وشو

آوا
  https://www.avapress.com