کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زړه سوري په ناروغۍ د یوولس زره ماشومانو نوم لیکنه

14 دلو 1401 ساعت 16:54

د سرې میاشتې ټولنې د زړه د سوري په ناروغۍ د اخته ۱۱ زره ماشومانو د نوم لیکنې اعلان کړی او وايي هڅه کوي چې د دغو ناروغانو درملنه په هېواد کې دننه او یا بهر وکړي.


آوا - کابل: د سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه سوري د ماشومانو د درملنې پروسه له یوه کال راهیسې بنده وه، خو پنځه میاشتې وړاندې بېرته پیل شوه.
 
د سرې میاشتې ادارې ویاند عرفان الله شریفزوي رسنیو ته ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د کابل په ۶ روغتونونو کې د ۶۱۰ کسانو درملنه شوې، چې ۱۸۴ یې له درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، له دې شمېرې پرته ١١ زره نور ناروغان هم ثبت شوي او موږ هڅه کوو، چې د هېواد دننه او بهر د هغوى د درملنې زمينه برابره کړو.
 
دوی وايي، چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې په هېواد کې دننه او بهر د ١٣زره ماشومانو د زړه د ناروغيو درملنه شوې ده.


د مطلب کود: 264857

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264857/د-زړه-سوري-په-ناروغۍ-یوولس-زره-ماشومانو-نوم-لیکنه

آوا
  https://www.avapress.com