کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې د شیعه او سني د ودونو د منع کولو اوازې رد شوي

15 دلو 1401 ساعت 10:24

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس د دغه ولايت په نسي ولسوالۍ کې د شيعه او سني ودونو د بنديز موضوع رد کړه او هغه يې افواه وبلله


آوا - مزار شریف: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معاذ الدین احمدی په یوه خبر پاڼه کې ویلی چې: د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د ودونو د منع کولو خبرتیا چې د دغه ولایت د نسي ولسوال اړوند ده په بشپړ ډول دروغ دی او دا لیک جعلي دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د یو شمېر خبري شبکو کاروونکو داسې ګنګوسې خپرې کړې وې چې د بدخشان د نسي ولسوالۍ ولسوال د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ په ودونو بندیز اعلان کړی و.
 


د مطلب کود: 264863

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264863/په-بدخشان-کې-د-شیعه-او-سني-ودونو-منع-کولو-اوازې-رد-شوي

آوا
  https://www.avapress.com