دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 264863
په بدخشان کې د شیعه او سني د ودونو د منع کولو اوازې رد شوي
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس د دغه ولايت په نسي ولسوالۍ کې د شيعه او سني ودونو د بنديز موضوع رد کړه او هغه يې افواه وبلله
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معاذ الدین احمدی په یوه خبر پاڼه کې ویلی چې: د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د ودونو د منع کولو خبرتیا چې د دغه ولایت د نسي ولسوال اړوند ده په بشپړ ډول دروغ دی او دا لیک جعلي دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د یو شمېر خبري شبکو کاروونکو داسې ګنګوسې خپرې کړې وې چې د بدخشان د نسي ولسوالۍ ولسوال د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ په ودونو بندیز اعلان کړی و.
 
https://avapress.com/vdcepe8wxjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته