دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 264865
په پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف لړۍ دوام لري
په پاکستان کې د افغان کډوالو له نیول کیدو د پیل وروسته په دې وروستیو کې شل تنه نور د دغه هیواد په پلازمینه اسلام آباد کې نیول شوي او نامعلوم ځای ته لیږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان کورنیو رسنیو خبر ورکړی، چې دغه کسان د جمعې په شپه شاوخوا لس بجې د اسلام آباد ښار له "بهارکو" سیمې څخه نیول شوی دی.
 
د رسنیو د معلوماتو له مخې، پاکستاني پولیسو له دغو کډوالو څخه د موبایل ټیلیفونونو او لپ ټاپونو په ګډون د ارتباط ټول وسایل له ځانه سره وړي دي.
 
دغو سرچينو ويلي، چې پاکستاني پوليسو د دغو کسانو د نيولو د لامل په اړه څه نه دي ويلي او د "بهارکو" سيمې په بلاکونو کې مېشت نور افغان کډوال له وېرې تښتېدلي دي.
 
په همدې حال کې پاکستاني پولیسو د ۱۵ افغان کډوالو نیول کېدل تایید کړي او وايي: د دغو ۱۵ کسانو د اسنادو په اړه څېړنې پیل شوي او ډېر ژر به خوشي شي.
 
پاکستاني پولیسو تر اوسه د دغو پناه غوښتونکو د نیولو د علت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
 
په جرمني کې د افغان خبریالانو د ملاتړ ادارې د دغو کسانو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دوی په منځ کې یو شمېر افغان خبریالان هم شته.
 
دغه سازمان په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې ځینو دغو کسانو حتی د پاسپورت او ویزو په ګډون د اوسیدو قانوني اسناد هم درلودل.
 
https://avapress.com/vdcg3t9xnak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته