کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: امریکا له افغانستان سره ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې

15 دلو 1401 ساعت 11:06

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د جمعې په ورځ (دلو ۱۴) یو راپور خپور کړ چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره اته میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
 
سیګار د خپل راپور په دوام کې لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه خلک پر نړیوالو خوراکي مرستو متکي دي، خو د ملګرو ملتونو په وینا دا تضمین نشته چې څومره مرستې به اړمنو ته ورسیږي.
 
په راپور کې راغلي چې په ملیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو تر یوې اندازې پورې مرسته کړې او تر یوه حده یې په ۲۰۲۲ کال کې د پراخې قحطۍ مخه نیولې ده.
 
سیګار زیاته کړه چې له افغانستان سره د امریکا مرستې که بشردوستانه وي یا بل ډول، ممکن په غیر ارادي ډول اسلامي امارت ته مشروعیت ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر ویلي و، چې له افغانستان سره د شویو مرستو اغېزمنه څارنه اړینه ده.
 


د مطلب کود: 264871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264871/سیګار-امریکا-له-افغانستان-سره-۸-میلیارده-ډالره-مرسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com