دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 264875
راتلونکې اونۍ به روسیه د افغانستان په اړه غونډه وکړي
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان په اړه د غونډې د جوړېدو اعلان وکړ او ویې ویل چې مسکو راتلونکې اوونۍ د دغې غونډې کوربه توب ته چمتووالی نیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې تاس خبری آژانس د جمعې په ورځ (دلو ۱۴) د ضمیر کابلوف له قوله ویلی: د افغانستان په اړه یوه غونډه د منځنۍ اسیا د هیوادونو (پاکستان، هند او چین) د امنیت شورا د سرمنشیانو په شتون کې جوړیږی.
 
کابلوف د غونډې د موخو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې "سیمه ییز شریکان" به د افغانستان په اړه خبرې وکړي.
 
په دې خبرو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي دغې غونډې ته د اسلامي امارت د مشرانو د بلنې په اړه څه ونه ویل.
 
د هغو هېوادونو د امنیت شورا سرمنشي چې په دې غونډه کې ګډون کوي، تر دې وړاندې په روسیه، هند او تاجکستان کې د افغانستان په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د خپرېدو په اړه پر اندېښنو خبرې کړې دي.
 
ضمیر کابلوف چې د جولای میاشتې په پای کې یې کابل او اسلام آباد ته سفر کړی و، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره علاقه نه لري.
 
  خو د کابلوف په غبرګون کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل چې اسلامي امارت د روسیې د حکومت سپارښتنې او لارښوونې تعقیبوي او د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.
 
https://avapress.com/vdchqknim23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته