دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 264882
د سرپل ولایت له قشقري کان څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه خالص تېل ایستل کېږي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د سرپل ولایت د قشغري د نفتو له کان څخه هره ورځ ۲۰۰ ټنه خالص تېل استخراجېږي، چې ۱۳۰ زره امریکايي ډالره عاید لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سرپل ولایت له قشقري کان څخه هره ورځ د ۱۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۰۰ ټنه خالص تیل استخراجیږي.
 
د هېواد په شمال کې د قشقري د نفتو ساحه چې د بخش آق‌دریا، قشقری و انگوت د دریو برخو په ګډون په ټولیزه توګه ۱۷۲۳ کیلومتره مربع مساحت لري چې له دې څخه ۱۹.۶ میلیونه ټنه تېل استخراجیدلای شي او په نږدې راتلونکي کې که نور څاګانې کیندل کیږي، د تیلو اندازه به په یوه شپه کې نږدې ۱۰۰۰ ټنو ته ورسیږي.
 
د قشقري د نفتو عمومي رئیس انجنیر نورالله امیرزاده له ملي تلویزیون سره په خبرو کې وویل چې اوس د دغه کان له ۱، ۳، ۴، ۹ او ۱۰ څاګانو څخه ۲۰۰ ټنه خالص تېل استخراجېږي.
 
د امیرزاده په وینا، له ۲۰۱۸ کال راهیسې د قشغري د نفتو کان استخراج بند شوی او د اسلامي امارت په راتګ سره یې د استخراج قرارداد د چین له ملي شرکت سره شوی دی.
 
اميرزاده زياته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې د چينايي شرکت له خوا ٣٠ نورې څاګانې هم کيندل کېږي، چې د نفتو د استخراج کچه به د ورځې له ٢٠٠ ټنو څخه ١٠٠٠ ټنو ته لوړه شي.
 
بازارکمی، قشقری او زمردسای د هېواد په شمال کې د افغانستان د تېلو له کانونو څخه دي او په دغو کانونو کې د قشقري د تېلو د پنځو څاګانو په ګډون لس څاګانې کیندل شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په شمال کې د سرپل، فارياب او جوزجان په ولايتونو کې د نفتو زېرمې پرتې دي، چې ټولټال زېرمې يې ١٢٠ ميليونه ټنه ښودل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcfcjd00w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته