کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي کوریا وايي، د امریکا پوځي تمرینونو وضعیت "سرې کرښې" ته اړولی

15 دلو 1401 ساعت 13:18

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو لخوا تمریناتو وضعیت " سرې کرښې" ته اړولی او ګواښ یې کړی چې ټاپو وزمه به په "لویه جنګي وسلو او یو ډیر حساس جنګ ډګر" بدل کړي.


آوا: دغه بیان چې د دولتي خبري آژانس KCNA لخوا خپور شوی، ویلي چې پیونګ یانګ د خبرو اترو سره علاقه نه لري تر څو چې واشنګټن دښمنانه سیاستونه تعقیب کړي.
 
د دغه وزارت یوه ویاند د نوم نه ښودلو په شرط په یوه بیان کې ویلي، «د کوریا په ټاپووزمه او سیمه کې پوځي او سیاسي وضعیت د امریکا او د هغې د سمندري ځواکونو د بې پروا پوځي متقابلو اقداماتو او دښمنانه اقداماتو له امله وضعیت سرې کرښې ته رسېدلی دی.
 
په واشنګټن کې، سپینې ماڼۍ د شمالي کوریا څرګندونې رد کړې او یو ځل بیا یې د شمالي کوریا له ډیپلوماټانو سره "د دوی لپاره په مناسب وخت او ځای کې" لیدو ته چمتووالی ښودلی.
 
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یوه ویاند وویل، «مونږ څرګنده کړې چې د DPRK په وړاندې د دښمنۍ اراده نه لرو او د جدي او دوامداره ډیپلوماسۍ په لټه کې یو چې د دواړو هیوادونو او سیمې د اندیښنو وړ مسلو ته رسیدګي وکړي.
 
د شمالي کوریا په بیان کې راغلي: "دا د امریکا د خطرناکې سناریو روښانه څرګندونه ده چې په پایله کې به یې د کوریا ټاپووزمه په یوې لویې جنګي وسلې او د جګړې په یوه خطرناکه سیمه بدله شي."
 
په بیان کې ویل شوي چې شمالي کوریا به د متحده ایالاتو هر ډول نظامي اقدام ته ځواب ووایی او د اړتیا په صورت کې به د "تر ټولو لوی اټومي ځواک" په ګډون قوي ضد ستراتیژۍ ولري.
 


د مطلب کود: 264888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264888/شمالي-کوریا-وايي-د-امریکا-پوځي-تمرینونو-وضعیت-سرې-کرښې-ته-اړولی

آوا
  https://www.avapress.com