دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 264895
د سرې میاشتې ټولنې په تېرو ۷ میاشتو کې په افغانستان کې له شاوخوا ۹۴۰ زره اړمنو کورنیو سره مرسته کړې ده
د افغاني سرې میاشتی دفتر وايي، د روان کال په تېرو ۷ میاشتو کې یې له ۹۳۸۷۲۵ طبیعي پېښو ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغان سري میاشتی دفتر په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې له ۹۳۸۷۲۵ اړمنو کورنیو سره مرسته شوې ده.
 
په دغو مرستو کې اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، دال، نخود، کمپلې، توشکې، جمپرونه او نغدې مرستې شاملې وې.
 
دغه دفتر زیاته کړې، چې له اړمنو خلکو سره مرسته د هر انسان دیني، اسلامي او اخلاقي دنده ده او له همدې امله موږ دا خپله دنده ګڼو، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو او اړمنو کسانو سره مرسته وکړو.
 
په همدې حال کې دغه دفتر په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل.
 
په ورته وخت کې د افغان سري میاشتی ټولنه په هېواد کې ګڼ شمېر کورني او بهرني بنسټونه له اړو او طبیعي پېښو ځپلو خلکو سره مرستې کوي.
 
د يادونې وړ ده چې د افغان سري میاشتی ټولنه يوه ملي او نړيواله بشري خيريه موسسه ده چې د سره صليب د نړيوال ټولني تر چتر لاندې د طبيعي او غيرطبيعي پېښو قربانيانو ته بشري خدمتونه وړاندې کوي.
https://avapress.com/vdcjhxe8iuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته