دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 264912
د هېواد مرکزي بانک به نن ١٦ ميليونه ډالره ليلام کړي
د افغانستان مرکزي بانک وايي، د هېواد د اسعارو د بازار د تنظیم په موخه به نن یکشنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام له لارې وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک پرون ماښام (دلو ۱۵) په یوه ټوېټ کې اعلان وکړ چې د هېواد د اسعارو د بازار د تنظیم لپاره به ۱۶ میلیونه ډالره د لیلام له لارې وپلوري.
 
د هېواد مرکزي بانک له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
په اعلاميه کې راغلي چې د اسعارو په ليلام داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفيه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې خپل پور په نغدو پيسو د افغانستان بانک ته وسپاري.
 
تر دې وړاندې هره اوونۍ د نړیوالې ټولنې له خوا د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت مرستې افغانستان ته استول کېږي.
 
دا ١٦ ميليونه ډالره په داسې حال کې ليلام کېږي، چې په تېرو څو ورځو کې په هېواد او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو بيه لوړه شوې ده.
 
په همدې حال کې د هېواد مرکزي بانک په هېواد کې د بهرنیو اسعارو د بازار د تنظیم په موخه وخت په وخت ډالر لیلام کوي.
 
https://avapress.com/vdcjvxe88uqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته