کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قرآن سوځول د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی دی

16 دلو 1401 ساعت 10:34

د افغانستان د قران عظیم الشان د عالي شورا مشر وايي، د قران کریم د سوځولو اصلي عاملین باید د یوې بې پرې ادارې له خوا مجازات شي، ځکه د قرآن کریم سوځول یو کرکه او د نړۍ د مسلمانانو سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوی دی.


آوا - کابل: د افغانستان د قرآن عظیم الشان د شورا مشر حجت الاسلام و المسلمین عباس حسن زاده وایی، د قرآن کریم د سوځولو اصلي عاملین باید د یوه بې طرفه نړیوال سازمان له خوا مجازات شي. ځکه د قران کريم سوځول يو ستر جنايت او د مسلمانانو سپېڅلو ارزښتونو ته سپکاوی دی.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: "نړیوال بې طرفه بورډ باید د قران کریم د سوځولو عاملین مجازات کړي ترڅو داسې کسانو ته اجازه ورنکړي چې د اسلام دین ته سپکاوی وکړي او د مسلمانانو د عقایدو پر ضد وحشیانه اعمال ترسره کړي."
 
ښاغلي حسن زاده د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د اسلام فوبیا پر وړاندې په ګډه ودرېږي او اجازه ورنکړي چې د دینونو د پیروانو ګډ او سوله ییز ژوند ته زیان ورسېږي.
 
نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې د امیرالمومنین علي (ع) د شخصیت په ابعادو خبرې وکړې او ویې ویل، چې حضرت علي (ع) په کعبه کې زیږیدلی او د اسلام د ګران پیغمبر په غیږ کې لوی شوی او لومړنی کس و.
 
د یادولو وړ ده چې د رجب دیارلسمه د ستر لارښود حضرت علی بن ابی طالب (ع) د زوکړې له مبارکې کلیزې سره برابره ده چې د دغه ستر الهي انسان له پیدایښت سره سم پر بشریت د خدای جل جلاله څرګند شو او له دې ورځې څخه هر کال په ټولو اسلامي هېوادونو او افغانستان کې د پلار د ورځې په نوم لمانځل کېږي.
 


د مطلب کود: 264914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264914/د-قرآن-سوځول-نړۍ-ټولو-مسلمانانو-ته-سپکاوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com