کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو تولیداتو کارول د حکومت لومړیتوب دی

16 دلو 1401 ساعت 11:05

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر هرات ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې وڅېړلې او د حل ژمنه یې وکړه. نوموړي د دې په څرګندولو سره چې اسلامي امارت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي، ټینګار وکړ چې مسؤلین یې هڅه کوي چې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.


آوا - هرات: د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل څلورم سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د خصوصي سکتور د سوداګرو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، موږ له خصوصي سکتور څخه دفاع کوو او د هر هغه متشبث ملاتړ کوو چې په هر ولایت کې کار کوي.
 
ښاغلي عزیزي د سوداګرو په غونډه کې وویل چې اسلامي امارت کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د صنعتي ښارګوټي د برېښنا يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې دا مهال ګاونډي هېوادونه د برېښنا په توليد کې ستونزې لري، نو په صنعتي ښارګوټي کې برېښنا پرې شوې ده، خو ډېر ژر به له صنعتي ښارګوټي سره ځانګړې برېښنا وصل شي.
 
په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني د صنايعو له وزير څخه وغوښتل چې د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.
 
مولانا حقاني زیاته کړه: هرات خپلې غوښتنې لري، چې تمه ده دغه ولایت ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې مطرح کړي.
 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه: د دغه ولايت صنعتي ښارګوټي دې د برېښنا په برخه کې پر ځان بسيا شي او سوداګرو ته دې په دې برخه کې اسانتياوې برابرې شي.
 
په همدې حال کې د هرات د خوراکي توکو د اتحادیې رئیس نجیب الله خیراندېش وویل: سوداګر د مالیې په ورکولو سره د اسلامي امارت ملاتړ کوي او د امارت له ځواکونو څخه مننه کوي.
 
د هېواد د صنعت وزیر په دې کتنه کې وویل: هرات یو صنعتي ښار دی، نو په دې ښار کې د سوداګرو ستونزو ته پاملرنه وکړئ، څو هغوی وده وکړي.
 
له بلې خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين حيات الله مهاجر فراهي وويل : داسلامي امارت دټولو خلکو اومسوولينو هيله ده چې په ځان بسيا افغانستان ولري .
 
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو وزیر څرګنده کړه: اسلامي امارت هڅه کوي چې د سوداګرو د اقتصادي ودې په لاره کې ګامونه پورته کړي.
 
دغه راز دهرات ولايت دبهرنيو اړيکو رييس مولوي شيراحمد عمار مهاجر هم په بهرنۍ برخه کې دسوداګرو د ستونزو دحل خبر ورکړ .
 
ده زياته کړه: دغه رياست هڅه کوي چې سوداګرو ته آسانتياوې برابرې کړي څو له کومې ستونزې پرته خام توکي وارد کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې هرات ولايت د هېواد يو له صنعتي ولايتونو څخه دى، چې د صنعتي توکو او خوراکي توکو په بېلابېلو برخو کې توليدات لري.
 


د مطلب کود: 264919

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264919/د-کورنیو-تولیداتو-کارول-حکومت-لومړیتوب-دی

آوا
  https://www.avapress.com