کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کوئټې پولیس لائنز سره نزدې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه ۵ ژوبل شوي دي

16 دلو 1401 ساعت 13:14

د کوټې پولیس لاینز سیمه کې د یکشنبې په ورځ د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي، چې د ژغورنې چارواکي وايي.


آوا: د ایمرجنسی کارکوونکو ذیشان احمد، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو مشري کوي، د پاکستان داخلي خبری آژانس ته (ډان) ته ویلي، ژوبل کسان د کوټې ملکي روغتون ته لیږدول شوي دي.
 
هغه وويل، چې د پېښې ځاى ته پوليس او عاجل ټيمونه رسېدلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.
 
پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه د چاودنې نوعیت روښانه نه دی.
 
تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یکشنبی په ورځ په جاري شوي يو بيان کې د دغه بريد ذمه واري منلې ده. ویل شوي چې په چاودنه کې امنیتي چارواکي په نښه شوي دي.
 
دا چاودنه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د پېښور په پولس لاین سیمه کې یوه خونړي ځانمرګي برید نږدې ۸۰ کسان ووژل چې ډېری یې پولیس وو.
 


د مطلب کود: 264938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264938/د-کوئټې-پولیس-لائنز-سره-نزدې-بمي-چاؤدنه-کې-لږ-ترلږه-۵-ژوبل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com