افغان غږ خبری آژانس: د ایمرجنسی کارکوونکو ذیشان احمد، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو مشري کوي، د پاکستان داخلي خبری آژانس ته (ډان) ته ویلي، ژوبل کسان د کوټې ملکي روغتون ته لیږدول شوي دي.
هغه وويل، چې د پېښې ځاى ته پوليس او عاجل ټيمونه رسېدلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.
پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه د چاودنې نوعیت روښانه نه دی.
تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د یکشنبی په ورځ په جاري شوي يو بيان کې د دغه بريد ذمه واري منلې ده. ویل شوي چې په چاودنه کې امنیتي چارواکي په نښه شوي دي.
دا چاودنه څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې د پېښور په پولس لاین سیمه کې یوه خونړي ځانمرګي برید نږدې ۸۰ کسان ووژل چې ډېری یې پولیس وو.