کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نيمروز کې د بې کيفيته تيلو د واردولو مخه ونيول شوه

16 دلو 1401 ساعت 13:35

په نيمروز کې د ملي سټنډرډ ادارې چارواکي وايي، چې په تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت له پولو څخه تر ٣٠ ډېر د ټيټ کيفيت لرونکي تېل وړونکي ټانکرونه بېرته خپلو اصلي ځايونو ته راستانه شوي دي. د دوی په خبره، هېواد ته دې د بې کيفيته تېلو د واردولو مخه ونيول شي، څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.


آوا - هرات: د نیمروز ولایت د ملي سټنډرډ ادارې رئیس مولوي عطاء الله اغا ابرار وايي چې د اسلامي امارت رهبري هیئت هغو سوداګرو ته چې هیواد ته تیل واردوي، لارښوونه کړې چې د ټیټ کیفیت لرونکي تیل د واردولو څخه ډډه وکړی، ځکه چې خلک د اقتصادي او چاپیریال ستونزو سره مخ دي.
 
هغه زیاته کړه: د دې ادارې له څیړنو وروسته په تیره میاشت کې د ټیټ کیفیت د تیلو ۳۳ ټانکرونه چې د ورېښمو د پله له لارې هېواد ته داخل شوي وو، بېرته راستانه شول.
 
په ورته وخت کې د دغه ولایت اوسېدونکي هېواد او په ځانګړې توګه نیمروز ولایت ته د بې کیفیته تېلو د واردولو په مخنیوي خوښي څرګندوي.
 
دوی وايي، د بې کيفيته تېلو کارول د دوی د موټرو د خرابېدو لامل کېږي او لوګي يې هم د هوا د ککړتيا لامل کېږي.
 
د نیمروز ښاریان له چارواکو غوښتنه کوي چې د مفسدینو او هغو کسانو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي چې یوازې د خپلو شخصي ګټو فکر کوي او له هغوی سره قانوني چلند وکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې د نيمروز ولايت اوسېدونکو تل په دغه ولايت کې د تېلو له لوړ نرخ او بې کيفيته تېلو شکايتونه کړي او چارواکي يې په فساد تورن کړي دي.
 
ویل کیږي، چې هرات، نیمروز او فراه ولایتونه د هغو سرحدي ولایتونو په ډله کې دي، چې د ملي سوداګرو له خوا تېل، پټرول، ډیزل او مایع ګاز له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.
 


د مطلب کود: 264940

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264940/په-نيمروز-کې-د-بې-کيفيته-تيلو-واردولو-مخه-ونيول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com